د افغانستان ملي لوبډله د متحده اماراتو پر وړاندې لوبې ته چمتووالی نیسي
دلو 27, 1401 10:22 Asia/Kabul
له متحده اماراتو سره د سیالیو په موخه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو چمتو والی روان دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي دي چې د کرېکټ ملي لوبډلې له لوري له دوه اونیو راهیسې متحده اماراتو کې دغه چمتو والی پرمخ ځي. د افغانستان د کرېکټ د عمومي رسنیو مسوول رسنیو ته ویلي، چې په تېرو دوو اونیو کې د کرېکټ ملي لوبډلې د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره د لوبې لپاره بشپړ چمتووالی نیولی او د دوی تمریناتي کمپ او چمتووالی هم په ښه توګه دوام لري. ټاکل شوې ده چې د روان میلادي کال په روانه میاشت کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له متحده اماراتو سره درې شل اوریزې سیالۍ وکړي.