دلو 27, 1401 10:15 Asia/Kabul

د ګډ امنیتي تړون سازمان مشر ویلي، په افغانستان کې د داعش جنګیالیو شمېر شپږنیم زرو ته رسېدلی دی.

اناتولي سیدوروف په یوه خبري غونډه کې ویلي دي چې له دغو کسانو څخه یوازې څلور زره یې د تاجکستان په پولو کې میشت دي.بدخشان، کندز او تخار هغه ولایتونه دي چې د دغه روسي پوځي چارواکي له خوا يې نوم یاد شوی دی. د سیدوروف په وینا د منځنۍ اسیا د ثبات لپاره تر ټولو لوی ګواښ هغه ترهګرې ډلې دي چې په افغانستان کې شتون لري.هغه ویلي دي چې داعش او القاعده ډلې یې تر نورو ډېرې خطرناکې دي.سیدوروف زیاته کړې چې د طالبانو ځانګړې او انحصاري تګلاره، د اقتصادي وضعیت خرابېدل او د بشري ستونزو ډېروالی په سیمه کې د وضعیت د بې ثباتۍ لامل ګرځي. هغه همداراز ټینګار کړی چې د نشه یي توکو قاچاق او د وسلو نا قانونه سوداګري هم افغانستان بیاځلي د کورنۍ جګړې پر لوري خطر ته راکاږي.

تگ