دلو 27, 1401 10:10 Asia/Kabul

د ايران د سيستان او بلوچستان د سرحدي بازارونو مديرویلي چې دغه بازارونه د ايراني او پاکستاني چارواکو په مرسته د يووالي او ورورولۍ، خلکو ته د روزګار او معيشت برابرولو په موخه جوړ شوي دي.

مبین علي میر ویلي چې د دواړو هیوادونو خلک مسلمانان او وروڼه دي چې د سرحدي اړیکو او د توکو د صادراتو او وارداتو له لارې یو له بل سره اقتصادي مرسته کولای شي.هغه وویل د پاکستان او افغانستان له دوو هېوادونو سره د سیستان او بلوچستان ګډې پولې، ازادو اوبو او د بهرني ټرانزیټ او سرحدی راکړې ورکړې لپاره زمینه برابره کړې ده.د ایران په سویل ختیځ سیستان او بلوچستان کې له افغانستان، پاکستان او د عمان سمندرګي له هېوادونو سره شاوخوا شپاړسوه کېلومتره ګډه پوله لري.د ایران دغه ولایتونه د سیمې هېوادونو په تېره بیا افغانستان او پاکستان له پاره، لوېدیځې اسیا، اروپايي او افریقایي هېوادونو ته د لاس رسي له خوندي لارو څخه دي.

تگ