دلو 27, 1401 10:07 Asia/Kabul

د بدخشان چارواکو منلې ده چې له دوه ورځو راهیسې د څو ځلې واورې ښويېدنې له امله د دغه ولایت په ځينو ولسوالیو کې یوولس تنه مړه شوي دي.

دغه واورې د درایم، شِغنان، نَسَی او راغستان په ولسواليو کې راښويېدلي دي. ویل کيږي چې د شِغنان ولسوالۍ د واورې په ښويېدنه کې د تېلو یو ټانکر له درې سپرو کسانو سره له سرک څخه د امو سیند ته ورغورځېدلی دی. د سیمه ییزو سرچینو په وینا یو تن يې د سیمې د خلکو له لوري ژغورل شوی خو دوه تنه نور يې اوبو وړي چې مړي یې لا تر اوسه نه دي پيدا شوي. دارنګه ویل کيږي چې د دوشنبې په ورځ په دغه ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې په دوه پېښو کې څلور تنه وژل شوي دي. د بدخشان ولایت له پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د واورې ښويېدنې خطر د ډېرېدو شونتیا هم شته. ویل کېږي چې په دغه ولایت کې د څو ولسوالیو نښلوونکې لارې هم تړل شوې دي. په قربانیانو کې درې کوچنیان او دوه مېرمنې هم شته دي.

تگ