د ایران او چین د همکاریو پرمختګ ته د امیر عبداللهیان هیله مندي
حسین امیرعبداللهیان چې د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر ابراهیم رئیسی سره چین ته تللی دی؛ د ښاغلي رییسي او د چین د ولسمشر شي جين پينګ د ليدنې پایلې ډېرې ارزښتناکه وبللې.
حسین امیرعبداللهیان چې د ایران د اسلامی جمهوریت له ولسمشر ابراهیم رئیسی سره چین ته تللی دی؛ د ښاغلي رییسي او د چین د ولسمشر شي جين پينګ د ليدنې پایلې ډېرې ارزښتناکه وبللې. ښاغلي امیر عبداللهیان ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو کې ډېر ښه تړونونه شوي دي.هغه ویلي چې موږ خوښ او هیله من یو، کومې خبرې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شوي هغه به د دواړو لوریو ترمنځ د اقتصادي، کلتوري، علمي او صنعتي همکاریو د پراختیا لامل شي.سيد ابراهيمي رئيسي د يو پلاوي په مشرۍ، د چين د ولسمشر شي جين پينګ په بلنه د د سه شنبې په ورځ سهار بېجينګ ته ولاړ.ښاغلي رئيسي پرون ماسپښين د چين له ولسمشر شي جين پينګ سره د خبرو اترو په موخه لیدلي دي.په دغه سفر کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په شتون کې د ایران اسلامي جمهوریت او چین د لوړ پوړو چارواکو ترمینځ د همکارۍ شل سندونه هم لاسلیک شول.