د افغانستان د سوداګرۍ خونې له مسوولانو سره د ایران د سفیر لیدنه
دلو 27, 1401 10:01 Asia/Kabul
د ایران سفیر وايي هر کال د افغانستان پنځه میلیونه ټنه کرنیز توکي اخلو.
دغه سفارت په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې په یاده لیدنه کې د پنځه میلیونه ټنو کرنیزو توکو د پېرودلو او افغان سوداګرو ته د ایران د ویزو د ورکړې پر اسانتیاوو خبرې شوې دي.د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت د هغه ټوېټ پر بنسټ چې نن خپور شوی؛ حسن کاظمي قمي له بدیلو فصلونو سره د مرستې، په پوله کې د آزادې سوداګرۍ زون جوړولو، همدارنګه د کانونو او د ټکنالوژۍ په برخه کې د ګډون په اړه هم خبرې کړې دي.ایران تردې وړاندې هم د افغانستان د اقتصادي ودې په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې وه.