دلو 26, 1401 11:00 Asia/Kabul
  • د جشنواره صبح ځانګړې جایزه فلسطین ته ورکول کیږي

د ایران اسلامی جمهوریت د صدا و سیما، له مرزونو(پولو) بهر معاونت د جشنواره صبح تنظیموونکو پرېکړه وکړه چې د اشغالګرو پر وړاندې د فلسطین د مقاومت او د دغه هېواد د خلکو له هلوځلو څخه د ملاتړ غوره پلان، طرحې یا پروګرام ته د ځانګړی فیسټیوال جایزه ورکړي.

د صدا او سیما خبری آژانس د خبر له مخې، د «صبح»(سحر) شبکې فستیوال د عامه اړیکو له قوله د دغه فیسټیوال مدیر ابراهیم علي برزي زیاته کړه: د «صبح»(سحر) شبکې فسټیوال د فلسطین په ملاتړ د مختلفو پروګرامونو د جوړولو د نظریاتو په ملاتړ ویاړي چې خپله ځانګړې ډالۍ دغې چارې ته ځانګړې کوي.

هغه زیاته کړه: هر فستیوال خپلې موخې لري، چې د «صبح» یا (سحر) رسنیز فستیوال د اهدافو له ډلې څخه موږ کولای شو  له مرزونو(پولو) بهر معاونت او د هغې د چینلونو د پروګرام جوړونکو د یوې ډلې پېژندنه په ګوته کړو، چې له ۱۵ څخه زیات تلویزیوني او ۳۰ راډیويي چینلونه په کې شامل دي چې د رسنيو په ډګر کې غوره آثار توليدوي او په اداره کې دننه او بهر ډېر هنرمندان ترې ناخبره دي.

د سحرمیډیا فستیوال د نويو نظرونو برخه په ډراماتیکو جوړښتونو، مستندو فلمونو، موشن او انیمیشن برخو کې د هنرمندانو او پروګرام جوړوونکو د کار هرکلی کوي. هغه کسان چې په فیستیوال کې د ګډون کولو لېوالتیا لري کولی شي دفیستیوال ویب پاڼې sobhfestival.ir ته سر ښکاره کړي یا د فیستیوال له سکرتریت سره په 02122652809 شمېره اړیکه ونیسي.

تگ