زابل کې څلور زره شپږ سوه پنځوس تنه قاچاقبران نیول شوي
دلو 22, 1401 10:26 Asia/Kabul
د طالبانو سرپرست حکومت وایي چې د درې زره او اووه سوه ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې یې څلور زره او شپږ سوه پنځوس تنه دمخدره توکو قاچاقبران نیولي دي .دغه څرګندونې د هېواد په سویلي ولایت زابل کې د یوې پراخې ولسي غونډي پرمهال د سرپرست حکومت د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې وزارت چارواکو کړې دي.