په کوېټه ښار کې چاودنه شوې
دلو 17, 1401 10:46 Asia/Kabul
پاکستاني رسنیو د بلوچستان ایالت په کوېټه ښار کې د یوې چاودنې له رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې نن سهار مهال د بلوچیستان ایالت په مرکز کوېټه ښار کې د پولیسو پر یوې پوستې رامنځته شوی دی. پولیس وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه پنځه کسان ټپیان شوي دي.د ډان ورځپانې د راپور له مخې، د پاکستان طالبانو تحریک د دې برید مسئولیت پرغاړه اخیستی دی. پاکستاني طالبانو د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې برید کې د پاکستان پوځیان موخه ګرځول شوي دي.دا برید د پېښور ښار د پولیسو ښارګوټي پر جومات له برید یوه اونې وروسته رامنځته شوی دی.