دلو 17, 1401 10:36 Asia/Kabul

په پاکستان کې د وروستیو بریدونو له امله دې هېواد، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره له کابل او تهران څخه د مرستې غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار او د دولت وزیر فیصل کریم کندي ویلي چې په دې اړه به د پاکستان، افغانستان او ایران د چارواکو ترمنځ به ناسته په لاره واچوي. ده ټینګار کړی چې په سیمه کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې باید ګاونډي هېوادونه ګټور رول ولري ترڅو په دې برخه کې بریا ترلاسه شي.د خیبر پښتونخوا ایالت یوه لوړپوړي حکومتي چارواکي چې نوم یې روښانه شوی نه دی ویلي چې پاکستاني چارواکي د افغانستان د طالبانو له مشرتابه ملا هبت الله سره د لیدني غوښتونکي دي.د پاکستان دفاع وزیر وړاندې اعلان کړی وو چې د پېښور ښار په یوه جومات کې خونړۍ برید چې په افغانستان کې پلان شوی وو له امله یې یو سلو پنځه ویشت کسان مړه او له دوه سوه ډېر کسان ټپیان شول. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي بیا د دې موضوع په ردولو سره تینګار وکړ چې اسلام آباد دې خپلې ستونزې په خپل هېواد کې وګوري او هغه دې د افغانستان پرغاړه نه اچوي.

تگ