د ایران د اسلامي انقلاب رهبر د تورنو او محکومو کسانو بخښنې سره موافقه وکړه
دلو 17, 1401 10:31 Asia/Kabul
په ا یران کې د اسلامي انقلاب د بریا څلور څلوېښتمې کلیزې رارسېدو په مناسبت، د اسلامي انقلاب رهبر د تورنو او محکومو کسانو بخښنې سره موافقه وکړه.
دا وړاندیز د ایران قضائیه قوې د مشر ښاغلي حجت الاسلام اژه يي له لوري حضرت آیت الله العظمی سیدعلي خامنه يي ته د یوه لیک په لېږلو سره شوی وو او هغوی هم د بخښنې فرمان صادر کړ.
د دغه لیک په یوې برخې کې راغلي چې د وروستیو پېښو په لړ کې یوشمېر کسان په ځانګړې توګه ځوانان د دښمن د تبلیغاتو له امله په ناسمو کړنو او جرمونو لاس پوري کړی چې د ځان لپاره له ستونزو سربېره، د خپلې کورنۍ او خپلوانو د ځورول کېدو لامل هم شول.
اوس د دوی ډېری شمېر کسان، د بهرنیو دښمنانانو، د انقلاب ضدو بهیرونو او د خلکو ضدو دښمنانو د نقشو په شنډېدو او په پښېمانۍ او ملامتیا سره د بښنې غوښتنه کوي.