دلو 17, 1401 10:26 Asia/Kabul

ښاغلي امیرخان متقي په خپلې وروستۍ خبري ناسته کې د نویو ډیپلوماتانو د استولو ترڅنګ ویلي چې د طالبانو حکومت له دغه هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

ښاغلی متقي پاکستان،روسیه، ایران، ازبیکستان، چین، سعودي عربستان، قزاقستان، ترکیه، ترکمنستان او قطر هغه هېوادونه یادوي کوم چې دوی د طالبانو نوي ډيپلوماتان منلي دي.ښاغلي امیرخان متقي ادعا کړې چې یو شمېر پخواني ډيپلوماتان چې اوس هم په ځینو هېوادونو کې شتون لري، د دوی له حکومت سره اړیکې لري او د دوی د لارښوونو له مخې عمل کوي.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې د نویو ډیپلوماتانو له استولو خبر ورکوي چې تر اوسه هېڅ یوه هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

تگ