دلو 15, 1401 10:42 Asia/Kabul

د کرېکټ شل آوریزو لوبو په نوې ډل بندي کې، درې افغان لوبغاړي په لسو غوره لوبغاړو کې راغلي دي.

راشد خان په شپږسوه او اته نوي امتیازونو سره په توپ اچونه کې لومړی مقام ترلاسه کړی او د آل راونډر په برخه کې، محمد نبي په دوه سوه او درې دېرشو امتیازونو سره دویم مقام خپل کړی دی او مجیب الرحمن هم په توپ اچونه کې د شپږسوه او اووه اویا امتیازونو په ترلاسه کولو آتم مقام ترلاسه کړی دی. د توپ وهنې په برخه کې د لسو غوره لوبغاړو په منځ کې د افغانستان کوم لوبغاړی نه لیدل کېږي. په دې برخه کې له هند څخه سوریا کمار غوره توپ وهونکی پېژندل شوی او له پاکستان څخه محمد رضوان هم په دې برخه کې دویم مقام خپل کړی دی.په کرېکټ کې درجه بندۍ په درېیو برخو: توپ اچونې، توپ وهنې او آل راونډر یا هغه کسان چې هم ښه توپ اچونه کوي او هم ښه توپ وهنه کوي وېشل کېږي.

تگ