دلو 15, 1401 10:36 Asia/Kabul

د پلټنې عملیات چې د بایډن د وکیل له لوري یوه پلان شوې برنامه ښودل شوې ده، په داسې حال کې ترسره کېږي چې وړاندې د امریکا د ولسمشر په کور او ده پورې په اړوندو ځایونو کې ځیني پټ اسناد موندل شوي وو.

د امریکا عدلیې وزارت د سلواغې میاشتې په لومړیو کې په ویلمینګټون کې د بایډن په کور کې د شپږو طبقه بندي شویو اسنادو له کشفه خبر ورکړی وو. ځینې دا اسنادونه له نولس سوه درې اویا څخه تر دوه زره او نهم کال پوري د امریکا په مشرانو جرګه کې د بایډن د دندې وخت ته ورګرځي. ځیني نور دا اسناد بیا، له دوه زره او نهم کال څخه تر دوه زره او اوولسم کال پوري د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما د مرستیالۍ دندې وخت پورې اړوند دي. د بایډن وکیل باب بائر خبر ورکړی وو چې ولسمشر د خپل کور پلټنې اجازه عدلیې وزارت ته ورکړې ده، ترڅو د ولسمشرۍ د مرستیالۍ په وخت کې د اسنادو په اړه بشپړې څېړنې ترسره شي.

تگ