دلو 15, 1401 10:33 Asia/Kabul

د امریکا د دوه زره او څلروېشتم کال د ولسمشریزو ټاکنو په اړه یوه نوې آند پوښتنه ښيي چې د دې هېواد نیمايي وګړي نه د جوبایډن له نوماندۍ خوښ دي او نه هم د ډونالډترامپ له نوماندۍ.

د ان بي سي خبري شبکې له لوري د تېرې اونۍ د آند پوښتنې دویمه برخه ښيي چې د امریکا اته څلوېښت سلنه خلک په راتلونکي کال کې د دې هېواد د ولسمشر جوبایډن بیاځلي بریا لپاره ښه احساس نه لري. همدارنګه دوه پنځوس سلنه ګډونوال هم د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په اړه همدا نظر لري. په ټولییزه توګه دوه پر درېیمه برخه ګډونوال په دې آند پوښتنه کې هر یو یې د ټاکنو دواړو اصلي نوماندانو، یعني ټرامپ او بایډن په اړه شک لري. په مقابل کې، د دې دوو نوماندانو ټاکل کېدو لپاره د امریکا خلکو لېوالتیا د ټرامپ لپاره، پنځلس سلنه او د بایډن لپاره اووه سلنه ده. په دې آند پوښتنه کې له خلکو غوښتل شوي چې له څلورو برخو څخه د دې دوو څېرو د نوماندۍ لپاره خپل نظر وټاکي: لېواله، خوښ، تر یوې کچې دوه زړه او ډېرناخوښ. یاده آند پوښتنه د جنورۍ له شلمې تر څلرویشتمې د زرو لوړ عمره رایه ورکوونکو په ګډون سره ترسره شوې ده.

تگ