دلو 15, 1401 10:27 Asia/Kabul

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په افغانستان کې د ایران د یوه سوداګزیز مرکز او دایمي نندارتون له رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.

په کابل کې د ایران سفارت مطبوعاتي مسئول سید عباس بدري‌فر وايي: بل مهم ګام په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت دایمي نندارتون او د یوه سوداګریز مرکز پرانیسته ده، چې ډېر ژر به په راتلونکې میاشتې کې پرانیستل شي او د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې به لاهم پیاوړې شي.په همدې حال کې، د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکي هم وايي چې د دې مرکز رامنځته کېدل به د سوداګرو ستونزو په حل کې مهم رول ولري. د پانګونې او سوداګرۍ خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي ويلي: دا سوداګریز مرکز چې جوړېږي زموږ د سوداګرو په ګټه دی چې د دې مرکز طرحه او دنده باید روښانه شي.ده ټینګار کړی چې دا مرکز باید ایران ته د افغانستان صادراتو او سوداګرۍ ستونزو حل ته هم جدي پاملرنه وکړي. وړاندې په کابل کې د ایران سفارت ویلي وو چې ایران ته د ویزو په برخه کې سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې په پام کې نیول کېږي.

تگ