دلو 15, 1401 10:20 Asia/Kabul

د طالبانو ملي دفاع وزارت سرپرست د تېر حکومت له جنرالانو سره په لیدنه کې دوی ته ډاډ ورکړی چې امنیت یې نیول شوی دی.

د طالبانو ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په دې لیدنه کې ویلي چې زموږ موخه په هېواد کې د امنیت او آرامښت رامنځته کول دي او باید په اخلاص او مینې سره په هېواد کې تعصب پایته ورسول شي. د تېر حکومت د دفاع وزارت مرستیال جنرال افضل امان، د طالبانو له دفاع وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې د یوه پوځي په توګه په هېواد کې پاتې شوی دی. ده همدارنګه ویلي چې اوس چې په هېواد کې یو سیاسي بهیر واکمن شوی دی، هېڅ وېره نه لرو او ستاسو په خدمت کې یو. په دې لیدنه کې، د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین هم شتون درلود. طالبانو واک ته له بیا راستنېدو سره عمومي بښنه اعلان کړه او ژمنه یې وکړه چې ټول هغه کسان چې له تېر دولت سره یې کار کړی دی، دوی د غچ اخیستنې له ګواښ څخه په امن کې دي.د راپورونو له مخې، لسګونه زره پخواني پوځیان په افغانستان کې پاتې دي.

تگ