افغانستان سږکال تر ټولو سخت ژمی تجربه کوي
دلو 15, 1401 10:17 Asia/Kabul
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان سږکال تر ټولو سخت ژمی تجربه کوي.
یاد سازمان ویلي چې روغتیايي ټیمونه د اړینو توکو د ډاډ لپاره د بامیانو او نورو ولایتونو له روغتونونو لیدنه کوي. د روغتیا نړیوال سازمان د ژمي له رارسېدو وړاندې درمل او روغتیايي توکي روغتیايي مرکزونو ته لېږدولي وو. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د بې سارې سړې هوا له امله، ډېری هېوادال له دې اړخه زیانمن شوي دي. د طالبانو پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت په خپلو وروستیو شمېرو کې په هېواد کې د سړې هوا د غازو له امله د مړینې شمېره یوسلو شپږشپېته کسان اعلان کړې ده. له دې سربېره، له اتیا زره ډېر څاروي هم د سړې هوا له امله له منځه تللي دي.