دلو 15, 1401 10:12 Asia/Kabul

خپلې ستونزې په خپل هېواد کې دننه وڅېړئ !د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د پاکستان په پېښور کې د چاودنې برید په غبرګون کې د پاکستان دولت ته په خطاب کې وايي چې د خپل کور د بام واوره د نورو خلکو د کور پر بامونو مه اچوئ.

ښاغلی متقي وايي چې د پاکستان له چارواکو څخه زموږ یوازینۍ غوښتنه دا ده چې د خپل کور د بام واوره د نورو پر بامونو مه اچوئ. ده د دې په بیان سره چې پاکستان باید خپلې ستونزې په خپل کور کې وګوري پاکستاني چارواکو ته یې وویل: موږ تاسو ته مشوره درکوو چې په پېښور کې پر یوه جومات د برید په اړه په ځېر سره څېړنه وکړئ، ځکه موږ په تېرو شلو کلونو کې داسې ځانمرګی، بم، یا بشکه نه ده لیدلې چې په دې ډول د جومات چت هم راوغورځوي او لسګونه کسان هم ټپیان کړي. د یادونې وړه ده چې د پښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې پر یوه جومات د برید له امله نږدې سل کسان ووژل شول او سلګونه نور هم ټپیان شول. له دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر ویلي وو چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر وړاندې کارول کېږي. ښاغلي متقي زیاته کړې: که تاسو وایئ چې افغانستان د ترهګرئ مرکز دی، دا هم وایئ چې ترهګري پوله نه لري که ترهګري په افغانستان کې وای، تاجیکستان، ترکمنستان، چین او ایران ته هم رسېدله.

تگ