دلو 12, 1401 10:47 Asia/Kabul

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړي عثمان غني د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې درې اویا ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز لوبغاړي عثمان غني د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې درې اویا ناسوځېدلې منډې وکړې. ښاغلي غني چې په درېیم نمبر توپ وهنه پیل کړې د پنځه پنځوس توپونو په لوبولو سره یې د درې شپږیزو او اوو څلوریزو پر مټ درې اویا منډې جوړې کړي دي.دا د بنګله‌دېش په روان لیګ د نوموړي لومړنۍ نیمه سلیزه ده.هغه تر دې دمه په اته لوبو کې دوه او پنځه ویشت منډې جوړې کړي دي.دا په داسې حال کې ده چې عثمان غني د عربي متحده اماراتو پر وړاندې د افغانستان په اعلان شوې دوه ویشت کسیزه لوبډله کې نه‌دی اخستل شوی.د یادونې وړ ده چې د بنګله‌دېش په غوره لیګ سیالیو کې تر دې دمه د سیلهت سټرایکرز لوبډله مخکښه ده.

تگ