بلاول بوټو زرداري له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې
دلو 12, 1401 10:39 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر رسنیو ته ویلي، چې پاکستان او روسیه د افغانستان په اړه ښې همکارۍ لري او غواړي په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د سولې او ثبات ګډې موخې ترلاسه کړي.د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د ترهګرۍ له منځه تګ هم یو وار بيا له افغانستان سره وتاړه او ویې ویل چې د شانگهای همکاریو تړون له لارې په دغه موخه کار کوي.لاوروف همداراز زیاته کړه چې طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته د ټولګډونه حکومت د جوړولو ژمنه کړې وه او اوس نړیواله ټولنه دې ته انتظار باسي.مسکو ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سفر د سرګي لاوروف په رسمي بلنه ترسره شو.