دلو 12, 1401 10:35 Asia/Kabul

له اداري فساد سره د مبارزې نړیوال شاخص په نوي راپور کې افغانستان په څو ګامونو سره څلور څلوېښتم مقام ته رسېدلی دی.

د شفافیت نړیوال سازمان ویلي چې د دوه زره او یوویشت میلادي کال په پرتله په دوه زره او دوه ویشت میلادي کال کې افغانستان یوسلو پنځوسم ځای ته پورته شوی دی. دغه راپور د سه شنبې په ورځ د دغه سازمان له خوا اعلان شو.اوس افغانستان د هغو یو سلو اتیا هیوادونو په ډله کې دی چې ازمویل شوي دي. دا په یو سل پنځوسم ځای کې دی او د دې ښکارندویي کوي چې د دغه هیواد د اقتصاد وضعیت مخ په ښه کیدو دی.په دې سیمه کې نیوزیلنډ، سینګاپور او هانګ کانګ د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې تر ټولو کم فساد لري.د شفافیت نړیوال سازمان ویلي، چې د طالبانو له واکمنۍ سره په دغه هېواد کې له فساد سره د مبارزې وضعیت ښه شوی او دا هېواد اوس د پراخې مبارزې پر لور روان دی.

تگ