دلو 12, 1401 10:31 Asia/Kabul

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې په برېښنايي پېژندپاڼو کې یې د اعتبار نېټه او د ولسوالۍ نوم شامل کړی دی.

دغې ادارې په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې د شخص د بڼې د بدلولو او د زېږون د سند د بايوميټريک معلوماتو د تازه کولو او د ولسوالۍ د نوم د کره پتې د پېژندلو په موخه د اعتبار نېټه اضافه شوې ده.د احصايې او معلوماتو د ادارې د معلوماتو له مخې، د برېښنايي پېژندپاڼې د سندونو د اعتبار موده لس کاله ټاکل شوې او په هرو لسو کلونو کې د برېښنايي تذکرو خاوندان مکلف دي چې خپل بايومټريک معلومات ثبت او خپل عکس بدل کړي.دغه اداره وايي، چې د کورنیو چارو وزارت پر ځای د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نوم هم زیات شوی ود الکترونیکي پېژندپاڼو د ویش د بهیر له پیل راهیسې ترا وسه نهه میلیونه او یو سل او شپیته زره کسانو د پېژند پاڼو سندونه ترلاسه کړي دي

تگ