د افغانستان مرکزي بانک وايي، د نویو بانکنوټونو د چاپولو لپاره لوی فیس ورکوي
دلو 12, 1401 10:24 Asia/Kabul
د مرکزي بانک ویاند حسیب الله نوري ټینګار وکړ چې خلک باید د پیسو په ساتلو کې ډېره پاملرنه وکړي، ځکه دغه مسله پر حکومت ډېر اقتصادي فشار راوړي.
د مرکزي بانک ویاند وویل: "که د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړو، نو کولای شو د نویو بانکنوټونو د چاپ لپاره ورکړل شوي لګښتونه په زیربنایي پروژو کې ولګوو."په ورته وخت کې؛ د افغانستان مرکزي بانک له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د ملي هویت په توګه د پیسو ساتلو ته جدي پاملرنه وکړي.په افغانستان کې د بانک نوټونو بې کاره کېدل او خرابېدل په هېواد کې یوه له سترو ننګونو څخه ده.خلک غواړي چې نوي بانک نوټونه چاپ شي، خو حکومت هم ټینګار کوي چې خلک دې د دې ملي سرمایې د ساتلو لپاره هم هڅې وکړي.