د سالنګ لویه لاره پرون یو ځل بیا د مسافروړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه
په پروان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د سالنګ لویه لاره پرون یو ځل بیا د مسافروړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه.
په پروان ولایت کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د سالنګ لویه لاره پرون یو ځل بیا د مسافروړونکو موټرو د تګ راتګ پرمخ خلاصه شوه. د پروان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمدکامران زید بېګا ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د تېرو دوو ورځو واورې او توپانونه پرون ماسپښین مهال ودرېدل نو پرېکړه وشوه چې له دواړو خواوو مسافروړونکو موټرو ته اجازه ورکړي، خو په خبرپاڼه کې دا یادونه هم شوې چې د باروړونکو او ټریلري موټرو لپاره به لاره یوازې له یوې خوا خلاصه وي.د چارواکو په وینا په سالنګ کې پنځه اتیا سانتي متره تازه واوره شوې خو په ټوله کې هلته یو سلو شپېته سانتي متره واوره پرته ده.سالنګ لویه لار د هېواد یوه مهمه او غرنیزه لار ده، چې کلهناکله د ژمي په موسم کې د واورې ورېدو له امله تړل کېږي