دلو 12, 1401 10:13 Asia/Kabul

حکومتي چارواکو ته د طالبانو د مشر تازه حکم: په دولتي ادارو کې د اسلام پر بنسټ خلک استخدام کړئ!

د افغانستان د سرپرست حکومت مشر په خپلو نویو څرګندونو کې امر کړی چې د طالبانو حکومت دې په دولتي ادارو کې د خلکو په ګمارلو کې له اسلامي اصولو سره سم عمل وکړي.

ملاهیبت الله اخندزاده ټینګار وکړ چې د طالبانو چارواکي باید د شخصي اړیکو او خپلوۍ پر بنسټ د کسانو له ټاکلو ډډه وکړي. د طالبانو مشر ویلي چې د دوی حکومت به د اسلامي شریعت په پلي کولو کې پاتې رانشي او اوس چې د دوی ځواکونه په ښارونو کې ځای پر ځای شوي، باید د الهي نظام په پلي کولو او د شریعت په لور د خلکو د لارښوونې لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.ملاهیبت الله دا هم ویلي چې هر هغه څوک چې مقرر شي او د هغه په ټاکلو سره رعیت او اسلامي نظام ته زیان ورسوي، باید له دندې ګوښه شي. "د خلکو ګمارنه باید د رعیت د ګټو او اسلامي شریعت پر بنسټ وي."د طالبانو مشر همدا راز لارښوونه کړې، چې دولتي مامورین دې له شرعي دلیل پرته استعفا ته اړ نه کړل شي.

تگ