دلو 08, 1401 10:25 Asia/Kabul

د ایران اسلامي انقلاب لارښود، په څو اروپايي هېوادونو کې اسلامي ارزښتونو او قرآنکریم ته وروستي سپکاوی وغانده.

حضرت آیت الله خامنه يي دا سپکاوی له اسلام سره د استکبار د دښمنۍ نښه یادوي او د نړۍ ټول آزادي غوښتونکي له کرکې اچونې او اسلامي ارزښتونو ته د سپکاوي پروړاندې مقابلې ته رابلي.

د ایران لارښود په پیغام کې راغلي چې د بیان آزادۍ په شعار سره قرآنکریم ته د لېونتون سپکاوی ښيي، چې د استکبار د بریدونو موخه، خپله اسلام او قرآن دی.

د استکبار توطئو ته په کتو، قرآن کریم ورځ تربلې ځلېږي او راتلونکي د اسلام دی. د نړۍ ټول آزادي غوښتونکي باید د مسلمانانو ترڅنګ، د کرکې اچونې او سپېڅلو ارزښتونو ته د ناوړه سپکاوي له سیاست سره مقابله وکړي.په تېرو ورځو کې په سویډن کې د افراطي سیاستوال له لوري قرآنکریم ته سپکاوي د چارواکو او د مسلمانو هېوادونو غبرګونونه راوپارول.

تگ