د خبر برخه
-
د انساني حقونو سازمان راپور ته د کابل غبرګون
سنبله 19, 1404 16:36د سرپرست حکومت مرستیال ویاند په افغانستان کې د انساني حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د راپور په ځواب کې وویل چې د دوی نظام د ټولو هیوادوالو د شرعي حقونو د له منځه وړلو مخه نیسي.
-
غزه کې په پاته کیدو د فلسطینیانو ټینګار
سنبله 19, 1404 16:35د صهیونیستي رژیم له خوا فلسطینیانو ته له غزې څخه د وتلو له اعلان وروسته، دوی ټینګار کړی چې په سیمه کې به پاتې شي حتی که شهیدان شي.
-
افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د چین همکارۍ
سنبله 19, 1404 16:34د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي چې افغانستان د دې هیواد لپاره یو ښه او ستراتیژیک ملګری دی او له کابل سره د بیجینګ همکاري به په بیلابیلو برخو کې دوام ولري.
-
اشغال شویو سیمو باندې د یمن برید
سنبله 19, 1404 16:33د یمن د وسله والو ځواکونو یوه ویاند اعلان وکړ چې دوی د فلسطین-دوه هایپرسونیک توغندي سره چې ګڼ شمېر سرګلولې لري، د اشغال شوي قدس شاوخوا حساس هدفونه په نښه کړي دي.
-
قطر په پلازمېنې د صهیونیستي رژیم برید
سنبله 19, 1404 16:30پرون مازدیګر د صهیونیستي رژیم څو جنګي الوتکو د قطر د پلازمېنې دوحې په زړه برید وکړ. ویل کیږي چې د حماس غورځنګ د غونډې ځای په نښه شوی . دا برید په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه غندل شوی دی.
-
د ۱۷ کلنو فوټسال سیالۍ ګروپي پړاو پچه اچونه
سنبله 18, 1404 17:26د آسیا د اولمپیک شورا اعلان وکړ چې د بحرین اسیایي لوبو کې د اوولس کلنو فوټسال سیالیو د ګروپي پړاو پچه اچونه ترسره شوه.
-
مصر ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سفر
سنبله 18, 1404 17:25د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي قاهرې ته د سفر په ترڅ کې له خپل مصري سیال بدر عبدالعاطی سره ولیدل.
-
پاکستان په نړۍ کې د اپینو د تولید اصلي سرچینه ده.
سنبله 18, 1404 17:24ټیلیګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې پاکستان له افغانستان څخه مخکې شوی او د نړۍ په کچه د اپینو مخکښ تولیدونکی هیواد ګرځیدلی دی.
-
په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۰مه غونډه
سنبله 18, 1404 17:23په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په شپېتمه غونډه کې د یو شمیر هیوادونو استازو یو ځل بیا په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د ناوړه وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
-
د ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو سره د مرستو لړۍ دوام
سنبله 18, 1404 17:22د افغانستان په ختیځ کې د ځمکرېږد قربانیانو ته د نړیوالو مرستو رسولو لړۍ دوام لري. په ورته وخت کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په ختیځ کې د ځمکرېږد قربانیانو سره د بشري مرستو لپاره د مختلفو حکومتونو، نړیوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو څخه مننه څرګنده کړه.