د خبر برخه
-
د چابهار بندر د بندیزونو معافیت تمدید شو
عقرب 08, 1404 17:26هند رسنۍ د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې هند ته د چابهار بندر په اړه د بندیزونو څخه معافیت ورکړل شوی دی.
-
د بلوڅ بیلتون پالو ۱۸ غړو وژل کیدل
عقرب 08, 1404 17:25د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دوی ځواکونو د بلوچستان ایالت د کوټې ښار او کیچ ولسوالۍ په سیمو کې د دوو عملیاتو په ترڅ کې د بلوڅ بیلون غوښتونکې ډلې اتلس غړي وژلي دي.
-
د صهیونیستانو منځ کې د ځان وژنې کچې لوړوالی
عقرب 08, 1404 17:24د اشغال شوي فلسطین د چارو یوه شنوونکي ویلي دي چې کورني کړکیچونه، رواني او اخلاقي اختلالات د صهیونیسټي ځواکونو ترمنځ د ځان وژنې یو له لویو لاملونو څخه ګرځیدلي دي. تر هغه حده چې سږکال په دې سیمو کې د ځان وژنې کچه درې چند لوړه شوې ده.
-
د زیمبابوې پر وړاندې د افغانستان کرکټ ملي ټیم بریا
عقرب 08, 1404 17:22د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پرون چهارشنبې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې د زیمبابوې لوبډلې ته د دري پنځوس منډو په توپیرماتې ورکړه.
-
د سیالۍ لپاره د افغانستان او ایران چمتوالی
عقرب 08, 1404 17:21د افغانستان د اوولس کلونو څخه کم عمره د فوټسال ملي لوبډله به نن د ځوانانو د اسیا جام سیالیو په پایلوبه کې له ایران سره لوبه وکړي.
-
د ایکو په څنډه کې د ابراهیم صد او محسن نقوي خبرې اترې
عقرب 07, 1404 17:01د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین محمد ابراهیم صدر د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) د غړو هیوادونو د کورنیو چارو وزیرانو د څلورمې غونډې په څنډه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره لیدلي.
-
د کډوالو لپاره ۴۰ زره کسیزه پنډغالی
عقرب 07, 1404 17:00د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت پلاوی وايي چې د افغانستان په لویدیځو پولو کې د کډوالو د استوګنې د وضعیت د ښه کولو لپاره به د څلویښت زره کسانو لپاره یو کمپ جوړ شي.
-
د هرات والي سره د ایران بهرنیو چارو د وزیر لیدنه
عقرب 07, 1404 16:57د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په هرات کې د سرپرست حکومت له والي سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ ته اشاره وشوه او مزار شریف ته د اورګاډي د پټلۍ د دوام په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه وشوه.
-
د قزاقستان اقتصاد وزیر سره د سوداګرۍ د وزیر لیدنه
عقرب 07, 1404 16:56د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر سره په لیدنه کې د تیلو، غنمو، اوړو او نورو خوراکي توکو سکتورونو کې د همکارۍ پراختیا غوښتنه وکړه.
-
حماس په صهیونیستانو د فشار راوړلو غوښتنه کوي
عقرب 07, 1404 16:54د حماس اسلامي غورځنګ وايي چې د مقاومت ډلو د اوربند ژمنو ته غاړه ایښې ده، خو منځګړي هېوادونه باید پر صهیونیستي رژیم فشار راوړي چې دا پروسه پلي کړي.