د خبر برخه
-
په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد
عقرب 20, 1404 17:50په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي عاصم افتخار احمد د امنیت شورا په غونډه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې میشتو ترهګرو ډلو ته د امریکا پریښودل شوي عصري او قوي وسلو ته لاسرسی په پاکستان کې د سولې او امنیت لپاره یوه جدي ننګونه او د سیمې امنیت ته هم ګواښ دی.
-
د امیرخان متقي او یرمک کُشرِبایف تلفوني خبرې
عقرب 20, 1404 17:47د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرمک کُشرِبایف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو او سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
عقرب 19, 1404 16:26د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د مذاکراتو د ناکامۍ لامل په اړه د متقي څرګندونې
عقرب 19, 1404 16:07د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان د پالیسیو په اړه په غبرګون کې ویلي دي یو هیواد چې د اټومي ځواک او پرمختللي پوځ ادعا کوي، د مهاجرینو په وړاندې خپل ځواک کاروي او سوداګرو او ناروغانو ته سوداګریزې لارې بندوي.
-
چابهار کې د سوداګرۍ وزارت د دفتر جوړیدل
عقرب 19, 1404 16:05د سرپرست حکومت سفارت چارسمبالي فضل محمد حقاني د چابهار د آزادې سیمې سازمان اجرایوي رییس محمد سعید اربابي سره په یوه کتنه کې په چابهار بندر کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د استازي دفتر د جوړولو یادونه وکړه.
-
د غزې په څو برخو کې زورورې چاودنې شوي دي
عقرب 19, 1404 16:04د فلسطین رسنیو راپور ورکړی چې صهیونیستي ځواکونو د خلکو کورونه په بمونو الوزوي او ویلي یې دي چې دا کړنې له څو ورځو راهیسې روانې دي. په ورته وخت کې د حماس غورځنګ دا هم ویلي چې نړیواله ټولنه باید د صهیونیستي رژیم د جرمونو په وړاندې چوپ پاتې نشي.
-
په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون وړاندوینې
عقرب 19, 1404 15:39ټاکل شوې ده چې سبا د عراق پارلماني ټاکنو د رایه اچونې بهیر پیل شي، حکومتي چارواکي د خلکو د پراخ ګډون وړاندوینه کوي.
-
د لاس لیکل شوي پاسپورټ د باطلیدو امکان
عقرب 19, 1404 15:38د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو مشر نادر یار احمدي په تهران کې د سرپرست حکومت سفارت سرپرست فضل محمد حقاني سره په یوه لیدنه کې وویل چې ټول افغان کډوال باید برېښنايي پاسپورټونه ولري.
-
د افغانستان او پاکستان ترمنځ منځګړیتوب ته د ایران چمتوالی
عقرب 19, 1404 15:37د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې هیواد یې د کابل او اسلام آباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی.
-
د لبنان په خاوره د صهیونیستانو برید
عقرب 19, 1404 15:37د لبنان رسنیو د لبنان په جنوب کې د حولا ښار ته نږدې د دوو لویو چاودنو راپور ورکړی.