د خبر برخه
-
د آسټرالیا په سیډني کې د یهودانو د مذهبي مراسمو برید
قوس 23, 1404 17:06د آسټرالیا په سیډني کې د یهودانو د مذهبي مراسمو پر مهال د ډزو له امله ۱۰ کسان وژل شوي دي.
-
آسیايي جام کې د افغانستان او سریلانکا مخامخ کیدل
قوس 23, 1404 17:04د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سیالې سریلانکایې لوبډلې سره مخامخ کېږي
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
قوس 22, 1404 17:32د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د کډوالو چارو وزیر د افغانستان د حاکمیت درناوي غوښتنه وکړه
قوس 22, 1404 17:31د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت په یوه جهادي مدرسه کې د وینا پر مهال له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د حکومت په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
-
د خلیل الرحمان حقاني د وژنې په اړه د داعش غړي څرګندونې
قوس 22, 1404 17:29د سرپرست حکومت د کډوالو د پخواني وزیر خلیل الرحمن حقاني د وژنې د کلیزې په مناسبت، المرصاد رسنۍ د داعش د یوه غړي د اعترافونو ویډیوګانې خپرې کړې دي.په دغه ویډیو کې ادعا شوې چې پر حقاني د برید عملیات د پاکستان له بلوچستان څخه پلان او تنظیم شوي وو.
-
په کابل د فشار لپاره نړیوالې ټولنې څخه د پاکستان غوښتنه
قوس 22, 1404 17:28په عشق آباد کې د سولې او باور جوړونې په نړیواله غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر د اسلام آباد او د افغانستان سرپرست حکومت ترمنځ د اوربند په نازکوالي ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې پر کابل فشار راوړي ترڅو حکومت دې ته اړ کړي چې خپل نړیوال مکلفیتونه پلي کړي او د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو فعالیت بند کړي.
-
د لوړو زده کړو وزیر د ایران سفر ګټور وباله
قوس 22, 1404 17:27د سرپرست حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ایران اسلامي جمهوریت ته د څو ورځني سفر له راستنیدو وروسته دا سفر ګټور وباله او ټینګار یې وکړ چې د تهران چارواکي غواړي سرپرست حکومت سره اړیکې او مثبت تعامل پراخ کړي.
-
د عمان په سمندر کې یوه بهرنۍ د تیلو کښتۍ ونیول شوه
قوس 22, 1404 17:26د ایران د هرمزګان عدلیې ریاست مشر د عمان په سمندر کې د شپږ میلیونه لیټره قاچاق شوي تیلو د لیږدولو په تور د یوې بهرنۍ کښتۍ د نیولو خبر ورکړ.
-
غزې تړانګه کې د سړې هوا له امله د بې ځایه شویو مړینه
قوس 22, 1404 17:24په غزه کې روان طوفان او سختې یخنۍ د زیربناوو پراخه ویجاړتیا او د لومړنیو اسانتیاوو نشتوالي، د فلسطیني کډوالو ژوند تر بل هر وخت ډیر خطر سره مخ کړی دی، او په تیرو څلورویشت ساعتونو کې د یخنۍ او نړیدلو ودانیو له امله لږترلږه دریدیرش فلسطینیان مړه شوي دي.
-
ونزوئلا ته د امریکا د ولسمشر بیاځلې خبرداری
قوس 22, 1404 17:23د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د مخدره توکو د قاچاق پر ځمکنیو اهدافو به نږدې بریدونه یوازې وینزویلا پورې محدود نه وي.