-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
حمل 30, 1404 14:25د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د صهیونیستانو پر وړاندې د حماس پوځي عملیات
حمل 30, 1404 14:20د حماس پوځي ځواکونه وايي چې په څو بریدونو کې یې په غزه کې یو شمېر صهیونیسټي ځواکونه وژلي او ټپیان کړي دي او د دوی پنځه زغروال بلډوزرونه یې هم ویجاړ کړي دي.
-
د امریکا په بریدونو کې د ۸۰ یمنیان شهید شوي
حمل 30, 1404 14:07تېره شپه، امریکايي جنګي الوتکو د یمن په راس عیسی بندر باندې په برید کې شاوخوا اتیا کسان شهیدان کړل. هغه کسان چې په عمده توګه په دې بندر کې کارګران وو. په ورته وخت کې؛ د یمن پوځ وايي چې په عملیاتو کې یې تل ابیب او دوه امریکایي کښتۍ په نښه کړې دي.
-
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته سفر وکړ
حمل 30, 1404 14:00د پاکستان د مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار محمد اسحاق ډار نن شنبه سهار د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا کابل ته راورسېد. د دې سفر په لړکې، هغه د سرپرست حکومت له یو شمېر چارواکو سره ولیدل او د اړیکو د کچې، موجوده ننګونو او مختلفو مسلو په اړه یې خبرې وکړې
-
په ایران کې د کافا فوټسال سیالۍ
حمل 30, 1404 13:58د ایران د فوټسال لیګ کمیټې او سازمان مشر په هیواد کې د کافا فوټسال سیالیو د ترسره کولو اعلان وکړ.
-
د لبنان د حزب الله غورځنګ د عمومي منشي وینا
حمل 30, 1404 13:56د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومي منشي په یوه وینا کې ویلي چې د نیواک شوي فلسطیني سیمو سره په پولو کې د لبنان مقاومت د صهیونیستي رژیم او د هغوي د اهدافو د ترلاسه کولو مخه یې نیولې ده
-
نورالدین عزیزي له پاکستاني چارواکو سره وکتل
حمل 30, 1404 13:55د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي پاکستان ته د خپل سفر او د دغه هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره د لیدنې پر مهال د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو او ټرانزیټ اړیکو پر ښه والي ټینګار کړی دی.
-
له ایران څخه افغانستان ته د ۲۰۰ بندیانو لېږد
حمل 30, 1404 13:54د سرپرست حکومت د بندخونو د چارو د سمون ادارې د هغو دوه سوه افغان اتباعو د لېږد اعلان کړی چې په ایران کې بندیان وو.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ایټالیا ته لاړ
حمل 30, 1404 13:53د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو دوهم پړاو د ایټالیا په پلازمینه کې د عمان په سفارت کې پيل شو.
-
په پاکستان کې د افغان کډوالو پر وضعیت د متقي اندېښنه
حمل 28, 1404 12:30امیر خان متقي د افغانستان او پاکستان د ګډې همغږۍ کمېټې په اوومه غونډه کې ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د باور په فضا کې حل شي. دا غونډه په کابل کې د افغانستان د چارو لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په شتون کې جوړه شوې وه