-
په افغانستان کې د شري ناروغۍ زیاتېدل
ثور 11, 1404 13:55د روغتیا نړیوال سازمان تیره میاشت په افغانستان کې د شري په پیښو کې د دوه څلوېښت سلنه زیاتوالي راپور ورکړی دی. د افغانستان روغتیايي چارواکي پر ګاونډیو هېوادونو او سیمې غږ کوي چې د روغتیا او درملنې په برخه کې دا هیواد یوازې پرې نه ږدي.
-
د مرستو د بودیجې کمښت په اړه د ملګرو ملتونو اندېښنه
ثور 11, 1404 13:54د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ټام فلیچرکندوز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په هیواد کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارو لپاره د بودیجې د ویجاړونکي کمښت خبرداری ورکړ.
-
د یمن ډرون لخوا پر امریکايي الوتک وړونګې بېړۍ برید
ثور 11, 1404 13:50د امریکا او صهیونیسټ رژیم پر وړاندې د یمن د پوځي عملیاتو په دوام کې؛ د یمن هوايي ځواک په عربي سمندر کې د امریکا د الوتکو لیږدونکې بېړۍ یو اېس اېس وینسن او ورسره مل څو جنګي کښتۍ په نښه کړې. په یوه بل عملیات کې بیا ، یمنیانو د یافا او عسقلان نیول شوې سیمې د بې پیلوټه الوتکو په واسطه په نښه کړې.
-
د ایران او افغانستان ترمنځ فوټسال د همکارۍ پراختیا
ثور 11, 1404 12:54د ایران د فوټبال فدراسیون د ایران د فوټسال لیګ د کمیټې او سازمان د مشر احسان اصولي او د افغانستان د فوټسال کمیټې د مشر فرید احمد یوسفزي ترمنځ د خبرو اترو او نظرونو تبادلې او همکارۍ د پراختیا لپاره د ناستې خبر ورکړی دی
-
د کډوالۍ په لارو کې د ۵ زره افغان کډوالو مړینه
ثور 11, 1404 12:51د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي چې له دوه زره او څوارلس کال راهیسې پنځه زره او شپږ سوه او څلور افغانان د کډوالۍ په لارو کې مړه شوي دي.
-
د افغانستان ـ چین د ریل پټلۍ له لارې د ۱۰ زرو کانټینرونو لېږد
ثور 11, 1404 12:49د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت ویلي چې د افغانستان-چین د ریل پټلۍ د دهلیز له جوړېدو راهیسې، له دې لارې لس زره کانټینرونه لیږدول شوي دي.
-
په نیواک شویو سیمو کې پراخ اورلګېدنه
ثور 11, 1404 12:48د اشغال شوي بیت المقدس په غرنیو سیمو کې پراخې اورلګېدنې صهیونیستي چارواکي دې ته اړ کړل چې له زرو څخه ډیر اوسیدونکي وباسي او نهه ښارګوټي په بشپړه توګه خالي کړي
-
د هند او پاکستان د شخړې پر حل د کابل ټینګار
ثور 11, 1404 12:42په داسې حال کې چې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی مخ په زیاتیدو دی، سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
ثور 10, 1404 13:52د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د افغانستان او سریلانکا د لوبې لومړۍ ورځ
ثور 10, 1404 13:12افغان کرکټ لوبه په خپله لومړۍ څلور ورځنۍ لوبه له سریلانکا سره وکړي