-
افغانستان کې ثبات څخه د هند او مرکزي آسیا ملاتړ
جوزا 18, 1404 13:51د هند او منځنۍ اسیا د خبرو اترو څلورم پړاو د ترهګرۍ په کلکه غندنه، له ترهګرۍ څخه پاک افغانستان او په دې برخه کې سیمه ییزې همکارۍ سره پای ته ورسید.
-
کابل کې د وچکالۍ ناورین په اړه خبرداری
جوزا 18, 1404 13:50کابل کې د شدیدې وچکالۍ خبرداری، له وړاندې د ښار ډیر اوسیدونکي له پاکو اوبو بې برخې شوي دي
-
کابل ښار کې پراخه اورلګیدنه
جوزا 18, 1404 13:49نن سهار د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوند کمپنۍ بازار کې د لیلامي توکو او قالین پلورلو په یوه مارکیټ کې پراخه اورلګیدنه رامنځته شوه.
-
غزې تړانګه کې د فلسطیني مجاهدینو د منشي شهادت
جوزا 18, 1404 13:48د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو په دوام د فلسطین د مجاهدینو غورځنګ د خپل منشي د شهادت خبر ورکړ شیخ اسعد ابو شریعه او د هغه ورور د شنبې په سهار د غزې په ښار باندې د اشغالګرو په برید کې شهیدان شول. حماس او اسلامي جهاد د هغه د شهادت په غبرګون کې ویلي چې دا جنایتونه به د فلسطین د خلکو هوډ زیات کړي ترڅو چې د خپلې ځمکې تر آزادۍ پورې مبارزې ته دوام ورکړي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
جوزا 17, 1404 14:04د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اختر لمانځه مراسم
جوزا 17, 1404 12:57ولسمشرۍ ماڼۍ کې د سرپرست حکومت د چارواکو په شتون کې د لوی اختر لمونځ ادا شو.
-
افغانستان کې د لوی اختر نمانځل
جوزا 17, 1404 12:56په افغانستان کې د لوی اختر لمونځ ادا شو هیوادوالو په جوماتونو کې د لمانځه په ادا کولو سره د لوی اختر لومړۍ ورځ پيل کړه، ډیری هغه افغانان چې د قربانۍ توان لري د خدای په لاره کې ابراهیمي مراسم قربانۍ کوي او همدارنګه د خپلو خپلوانو او دوستانو کورونو ته په ورتګ سره د خوښۍ دا شېبې لمانځي. نور حال په چمتو شوي راپور کې
-
افغانستان کې د سلګونو بندیانو خوشې کیدل
جوزا 17, 1404 12:56د سرپرست حکومت د هرات د ولایتي زندان عمومي رییس شرف الدین مخلص وايي چې د لوی اختر په مناسبت دوه سوه یو ویشت بندیان خوشې شوي دي.
-
شیخ محمد بن زاید سره د پزشکیان ټلیفوني خبرې
جوزا 17, 1404 12:55د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د متحده عربي اماراتو له مشر شیخ محمد بن زاید سره په ټیلیفوني خبرو کې د لوی اختر ورځ د نړۍ د مسلمانانو د یووالي څرګنده مثال وباله .
-
صهیونیستانو څخه د فلسطیني شهیدانو د وینې غچ
جوزا 17, 1404 12:54د صهیونیستي رژیم پوځ په غزه کې د خپلو څو پوځيانو وژنه تایید کړه. د حماس غورځنګ دا هم ویلي چې دا عملیات د مجرم صهیونیستي رژیم په وړاندې د فلسطینيانو د وینې غچ دی.