-
کابل ملګرو ملتونو څخه د کوکنارو د بدیل کښت غوښتنه وکړه
سرطان 22, 1404 13:37د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق آخند همکار له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت او د مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې مرسته وکړي.
-
د قطر سفارت چارسمبالي سره د متقي سلامشورې
سرطان 22, 1404 13:36د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
-
غزه کې د سون توکو د کمښت په اړه د ملګرو ملتونو خبرداری
سرطان 22, 1404 13:35نړیوالو سازمانونو په غزه کې د تیلو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی او په غزه کې د پراخ بشري ناورین د مخنیوي لپاره یې د کافي مقدار تیلو د سمدستي ننوتلو غوښتنه کړې ده.
-
غزه کې نن د اشغالګرو د برید له امله د ۳۰ تنو شهادت
سرطان 22, 1404 13:34د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیستي رژیم په هوايي بریدونو کې نن لږ تر لږه دیرش فلسطینیان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 21, 1404 14:04د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
د فوټسال غوره لیګ سیالیو دوام
سرطان 21, 1404 14:03د کابل میهن ځوانانو او د نیمروز نورزاد ایف سي فوټبال لوبډلې ترمنځ د لوبې په لړ کې د نیمروز ولایت لوبډلې خپل د کابل سیال ته ماتې ورکړه.
-
افغانستان کې د ترهګرو پر شتون د پاکستان ټینګار
سرطان 21, 1404 14:02د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړی وزیر وايي چې په افغانستان کې ثبات او سوله یو له هغو مهمو اصولو څخه دی چې د دې هیواد په وضعیت اغیزه کوي او دوی په خپل ګاونډي هیواد کې د ثبات لپاره ډیرې هڅې کوي.
-
د سیمې په تړاو د قطر د پخواني لومړي وزیر خبرداری
سرطان 21, 1404 14:01د قطر پخواني لومړي وزیر څرګنده کړې چې په لویدیځه آسیا کې د یو شمیر هیوادونو د ټوټه کولو پلانونه شتون لري او د سیمې هیوادونه باید پدې مسله کې محتاط وي.
-
غزه کې روانه جګړې څخه د بنیامین نتانیاهو ګټه اخستنه
سرطان 21, 1404 14:00امریکایی ورځپاڼه نیویارک ټایمز وايي چې د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو د خپل سیاسي موقف ساتلو لپاره په غزه کې له جګړې څخه کار اخلي. هغه کولی شي د فلسطین د مقاومت ځواکونو سره سوله وکړي خو هغه سوله د خپل ځان په ګټه نه ګوري.
-
د افغان کډوالو د ایستلو لپاره کابل سره د آلمان مشورې
سرطان 21, 1404 13:59د آلمان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره د یو شمېر افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه د سلا مشورو لپاره چمتووالی پیل شوی دی.