-
د صهیونیستي پوځیانو د ځان وژنې پېښو ډیروالی
اسد 01, 1404 13:04لکه څنګه چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه دوام لري، د دوی د پوځیانو په منځ کې د ځان وژنې کچه هم په چټکۍ سره لوړه شوې ده. صهیونیستي رسنۍ وايي چې سږکال د صهیونیستي ځواکونو په منځ کې د ځان وژنې شمیر شاوخوا پنځوس سلنه زیات شوی دی.
-
د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
سرطان 31, 1404 13:58د سحر افغانستان تلویزیون د پنځو بجو د پښتو خبرونو ټولګه
-
غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو دوام
سرطان 31, 1404 13:57په غزه کې د صهیونیستي رژیم جنایتونه دوام لري په وروستي پېښه کې یاد رژیم د فلسطینیانو په وړاندې د نسل وژنې لپاره له لوږې څخه کار اخلي. حماس غورځنګ ویلي چې د صهیونیستي رژیم دوه میلیونه خلک د لوږې له امله اعداموي.
-
هیواد ته د الوتکو راګرځولو لپاره بې پایلې هڅې
سرطان 31, 1404 13:56د افغانستان د پوځ لوی درستیز فصیح الدین فطرت وویل چې د پخواني حکومت د الوتکو د بیرته راستنولو لپاره د سرپرست حکومت هڅې تر اوسه پورې ناکامې شوې دي.
-
کابل ته د اسلامي نړۍ سازمان د مشر سفر
سرطان 31, 1404 13:51د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان مشر شیخ عبدالکریم عیسی کابل ته د سفر او د سرپرست حکومت له چارواکو سره د لیدنې پر مهال په اسلامي نړۍ کې د افغانستان پر مهم دریځ ټینګار وکړ. د سرپرست حکومت چارواکو د خپلې غونډې په لړ کې د صهیونیستي رژیم پر وړاندې د اسلامي هیوادونو د عملي اقداماتو غوښتنه هم وکړه.
-
افغانستان کې د ۲ زره قلمه درملو تولید
سرطان 31, 1404 13:49د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیالۍ دفتر اعلان وکړ چې اوس مهال په ټول هیواد کې درې شپیته د درملو فابریکې فعالیت کوي چې ټولټال دوه زره او درې سوه شپږ پنځوس ډوله درمل تولیدوي.
-
د نړیوالو مرستو پر دوام د کابل ټینګار
سرطان 31, 1404 13:48د طبیعي پیښو سره د مبارزې ملي ادارې مطبوعاتي دفتر راپور ورکړ چې د یادې ادارې مشر په هیواد کې د نړیوال خوراکي پروګرام اجرایوي رییس جان ایلیف سره په یوه لیدنه کې د بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د محافظتي پروژو او ملاتړ کې د همکارۍ د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
-
د افغانستان پوهنې سره د مرستې لپاره د ایران چمتوالی
سرطان 31, 1404 13:46په افغانستان کې د ایران کلتوري اتشه د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت د پوهنې معین سخا الله سعیدي سره لیدنه او خبرې کړي.
-
خیبرپښتونخوا کې د ۸ پاکستاني پوځیانو وژل کیدل
سرطان 31, 1404 13:45پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې په خیبر پښتونخوا ایالت کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسله والو په دوو جلا بریدونو کې لږ تر لږه اته پاکستاني سرتیري وژل شوي او څوارلس نور ټپیان شوي دي.
-
امریکا څخه د کډوالو د ایستلو د بندولو غوښتنې ردول
سرطان 31, 1404 13:44د متحده ایالاتو د څلورمې حوزې د استیناف محکمې د ټرمپ ادارې د هغه پریکړې د ځنډولو لپاره بیړنۍ غوښتنه رد کړه چې د لنډمهاله خوندي شوي حالت لاندې د افغان کډوالو د حیثیت لغوه کولو لپاره وه.