کلتور او هنر
-
د درملنې ناوړه لارې چارې
قوس 14, 1401 18:46د ماشوم د دغه بد عادت د له منځه وړلو په وخت کې هم باید له ډېر زیات زغم نه کار واخیستل شي. د بد رد او په تریو تندي د زشتو خبرو پر ځای پکار ده چې ګوته يې ورو له خولې را وایستل شي. بلکې ښه به وي چې ماشوم ته په لاس کې یو سپک او ښکلی لوبتوکی ورکول شي چې تر ډېره وخته يې په لاس کې ونیسي.
-
د چین د خلکو ولسي کیسه
قوس 14, 1401 18:32په پخوانیو زمانو کې یو بوډا بزګر د چین د یوې غرنۍ سیمې په یوه لرې کلی کې اوسېده. پرهغه، خپل یوازنی زوی ډېر ګران و. زوی یې له ده لرې په ښار کې زدکړې کولې او بوډا په کلي کې یوازې و. بوډا به هره ورځ په کرونده کې په ساعتونو، ساعتونو سخت کار کاوه.
-
ماشوم ته د خبرو ښودلو چل
قوس 14, 1401 18:29د کیسو ویلو پر ځای مو له ماشومانو سره خبرې وکړئ، تر څو هغوی ته مو هم د خبرو کولو حق پیدا کړی وي.
-
ماشومانو ته د کیسو ویلو ګټې
قوس 14, 1401 18:24ماشومان د کتاب د لوست ډېر لېوال نه دي. د هغوی ذهنونه یوازې د ساتېرۍ په لټه کې دي. په ورته وخت کې مشران مسوول دي چې دوی ته یو څه ور زده کړي. د ماشومانو ذهنونه سپین کاغذونه دي، باید له بنسټه په مثبتو کلمو او جملو ډک شي. دوی باید آداب، دودونه، نزاکتونه او ارزښتونه وپېژني.
-
اولادونه مو ولې د نورو په مخکې خبرې نه شي کولی؟
قوس 14, 1401 18:18دا اندېښنه به ښايي له ډېرو پلرونو سره وي چې اولادونه یې ولې د نورو په مخکې د خبرو کولو زړورتیا نه لري او یا یې ولې د ډېرو زده کړو او عمر زیاتېدو سره سره د خبرو کولو خدای ورکړی فطري استعداد، پر ځای د دې چې وغوړیږې، ورځ تر بلې مړاوی کېږي؟
-
یو بل ته درناوی او په ارزښت يې پوهېدنه خورا اړینه خبره ده.
قوس 14, 1401 18:14که له ژوند څخه احترام لېرې کړو، نو بېخي به بې مینې شي. همدا احترام دی چې د زوی او پلار، مور او زوی، خور او ورور، ورور او ورور، خور او خور، ښوونکي او زده کوونکي… مینه یې رامنځته کړې.
-
ماشومان او هیلې یې
قوس 14, 1401 18:12ټول کوچنیان دا هيلې لري چې له مشرانو سره خبرې وکړی، د يوڅه په اړه نظر څرګند کړي او د نورو له خوا ورته درانه وکتل شي.
-
کوچنیان له کومه ځایه د کار زده کړه پيلوي؟
قوس 14, 1401 18:10د مور او پلار غوښتنه دا وي، چې یو مسوولیت منونکی او پرکاره ماشوم وروزي، تر څو په راتلونکي کې هم د خپلې ټولنې پر وړاندې خپل مسوولیت په پوره غور او دقت سره تر سره کړي او هم د خپلې کورنۍ لپاره یو ویاړلی کس و اوسي.
-
د کوچنیانو روزنه په بریالۍ توګه ترسره کړئ!
قوس 14, 1401 18:08تر دې دمه ډېرو کسانو د بریالیو ماشومانو ځانګړنې بیان کړي او دا یې هم ویلي چې څنګه دوی له نورو کسانو څخه توپیر لري. خو ترټولو مهمه پوښتنه دا ده؛ ددې لپاره چې ډاډمن شئ، ماشومان دې په راتلونکې کې بریالي وي، ته د مور یا پلار په توګه څه کولی شې؟
-
له اولادونو سره څنګه دوستانه اړیکې جوړولی شو؟
قوس 14, 1401 18:05موږ باید د خپلو ماشومانو خپلواکۍ او بې سارو هڅو ته په درنده سترګه وګورو. غوره داده چې له خپلو اولادونو سره له مور پلار زیاتې داسې دوستانه اړیکې ولرو چې هغوی وکولی شي، د خپلو ستونزو او بریاوو په اړه له موږ سره ډاډه خبرې وکړي او دا اړتیا ورته پېښه نه شي چې ځینې تیروتنې رانه پټې کړي.