کلتور او هنر

  • نن په جلال اباد کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پای ته رسېږي.

    نن په جلال اباد کې د کورنیو تولیداتو نندارتون پای ته رسېږي.

    دلو 22, 1401 11:14

    د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې نن د 'عالیست افغانیست' په نوم د کورنیو تولیداتو د نندارتون درېیمه او وروستۍ ورځ ده.دا نندارتون د جلال اباد په امپراتور هوټل کې د پنجشنبې په ورځ پرانیستل شوی.

  • هند کې افغاني خوړو لومړی مقام ګټلی

    هند کې افغاني خوړو لومړی مقام ګټلی

    دلو 19, 1401 12:18

    د هند پونا ښار ساویتریبای فوله پوهنتون نړیوال مرکز د خوړو فیسټوال کې افغاني خوړو لومړی مقام ګټلی.

  • په جمله کې د کلمو ځای | اسدالله غضنفر

    په جمله کې د کلمو ځای | اسدالله غضنفر

    دلو 19, 1401 11:37

    د جملې هغه برخه چې د هغې په اړه څه ویل غواړو، مسند الیه او د مسندالیه په اړه شوې خبره مسند بلل کېږي. په لومړي مثال کې (احمد) مسندالیه دی چې د ده په اړه زما د لیدلو خبره شوې ده، نو (ولید) مسند شو. دغه مسند الیه جزییات هم لري (په ګردېز کې اوسي او هلته دوکان لري) او دغو جزییاتو د مسند الیه (احمد) او مسند (ولید) تر منځ فاصله پیدا کړې ده خو په دویم مثال کې چې دغسې فاصله نشته، لوستونکي ته د مطلب اخیستل لا اسانه شي.

  • خونکار (ناول) لیکوال: نصیراحمد احمدي

    خونکار (ناول) لیکوال: نصیراحمد احمدي

    دلو 19, 1401 11:31

    سپوږمۍ وه، سړي منډې وهلې…ساه يې لنډه لنډه کېده، يو ځای ولوېد، بېرته پورته شو، پښې يې بېسېکه وې، پر وچو پاڼو وخوت، زړه يې ولړزېد، شا ته يې وکتل، پر اوږه کې يې نری درد تېر شو، لاس يې ورووړ، ګوتې يې په وينو لندې شوې، څو ګړندي ګامونه يې واخيستل، پښه يې د دوو تيږو تر منځ بنده شوه، پړمخي پرېووت، له خولې يې لاړې وبهېدې، د ولاړېدو سېکه يې نه ليده، يوې ټيټې ونې ته ور وښوېد، د ونې تنې ته يې څنګ ولګاوه، غوږونه يې څک کړل، چوپه چوپتيا وه، چرچرک نارې وهلې….

  • د ادبیاتو او ارواپوهنې اړیکې

    د ادبیاتو او ارواپوهنې اړیکې

    دلو 19, 1401 11:28

    ادبیات او ارواپوهنه داسې اړیکې یا ګډ پیوندونه لري، چې بېلول یې ستونزمن دي، نو په دې اساس د ادبیاتو په ایجاد کې ارواپوهنه ځانګړې ونډه لري. د ادبیاتو په تدریسي اثارو کې دې برخې ته پاملرنه نه ده شوې، د ادبیاتو او ارواپوهنې په اړیکو هم ځانګړې کرښې نه دې ویستل شوې او محصلان هم په اسانه توګه نه شي کولای د دواړو د اړیکو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

  • د دربار له بزم‍، د محل تر رسمه!| بشیر احمد سائل

    د دربار له بزم‍، د محل تر رسمه!| بشیر احمد سائل

    دلو 19, 1401 11:25

    زمانې د خپلو پېرزوینو په لړ کې زمونږ پر پښتو ژبې دا لورینه کړې، چې په دې سپېڅلې ژبه کې یې د ولسي ادب برخه دومره غښتلې کړې ده، چې د نړۍ هېڅ ژبه د پښتو فلکلوریک ادب معادله نه شي کېدای او یوه خاصه لورینه یې د ټپو برخه ده چې پښتو یې خپلو همزولو کې یکه تازه کړې ده.

  • د کونړ غلام محمد څوک و

    د کونړ غلام محمد څوک و

    دلو 19, 1401 09:38

    لیکوال "حیات پیاوړي"

  • لانګ فیلو وپېژنئ!

    لانګ فیلو وپېژنئ!

    دلو 19, 1401 08:47

    لیکنه ـ ریاض مقامزی

  • ګړدود، اکسنټ او  ورایت / پېژندنه- تفکیک او کارونه

    ګړدود، اکسنټ او ورایت / پېژندنه- تفکیک او کارونه

    دلو 17, 1401 11:45

    Dialect, Idiolect, Accent and Variety لیکوال: سیلانی کله چې د پښتو ژبې ګرامر او ژبپوهنې اړوند اثارو ته سر ورښکاره کړو، دېر داسې اصطلاحات، نومونې، برخې او ډلبندۍ شته چې لا تر اوسه نۀ دي کره شوي، کۀ څۀ نا څۀ کار هم پرې شوی وي، نو پۀ بېلابېلو بڼو، ډولونو او جلاجلا نومونو شوي دي، لۀ هغې ډلې څخه دغه Dialect, Idiolect, Accent and Variety اصطلاحات یادولی شو. دلته غواړم یو څۀ خبرې پرې وکړم او ستاسو نظریات، تنقید او وړاندیزونو ته هم سترګې پۀ لار یم.