کلتور او هنر

  • سیخ/ اجمل پسرلی

    سیخ/ اجمل پسرلی

    حوت 13, 1401 11:46

    ادې پر وره راځوړنده ماشي موښلې پرده جګه ونیوله: -زویه درځه درځه شکر چې راغلې زوی یې د تختې په څير په کاغذونو کې پیچلی شی مخته ونیو، په اړخ د ناستې خونې ته ننوت. په دیوال باندې د پلار راځوړند عکس ته ودرید. ده ته د پلار بریتونه په عکس کې تر پخوا ډبل ښکاره شول او سترګې وړې. عکس داسې ورته معلوم شو لکه برسیره چې عکاس رنګ پرې وهلي وي خو د وخت په تیریدو یې رنګونه سره الوتې وي.

  • باختري ژبه (۱) څېړنپوه دکتور خليل الله اورمړ

    باختري ژبه (۱) څېړنپوه دکتور خليل الله اورمړ

    حوت 13, 1401 11:43

    باختري ژبه د شمال ختيځو آرياني ژبو له ډلې څخه د لرغوني بلخ د سيمې ژبه ده. دا ژبه له يوې خوا له پښتو، يدغه او منجاني ژبو سره نږدې خپلوي لري او له بلې خوا د منځنۍ دورې د ژبو، سغدى، خوارزمي او پارتي سره خپلوي لري. باختري ژبه تر ۱۹۶۰ م. كال. پورې د تخاري Toxarian، رښتيني او حقيقي تخاري eteo toxarian په نامه او ځينو پوهانو د باختري ژبې د ليكلو لپاره د اوښتي يوناني ليكدود د كارونې پر بنسټ هغه د ګريكو – باخترى Greco-Bactrian په نامه نومولې ده. ځينو پوهانوورته كوشان– باختري Kushano-Bactrian ويلې ده.

  • د پروین ملال څو شعرونه

    د پروین ملال څو شعرونه

    حوت 13, 1401 11:41

    سپوږمۍ پوره شوه تر هلال ووته د میاشتو، میاشتو بیا تر کال ووته اسمان یې ښکل کړ بیا چینې، چینې شوه هره چینه کې یې د نور رېښو لاسونه وکړه ټوله لاسونه یې تر اسمان راتاو کړل د اسمان غیږکې یې مهین، مهین مزلونه

  • د عطايي ملا په شعر کې موسيقي| اکبر کرګر

    د عطايي ملا په شعر کې موسيقي| اکبر کرګر

    حوت 13, 1401 11:35

    د يو قدر وړ خو ياغي انسان په شعر څه ويل لږه ستونزمنه خبره ده. دا خبره زړورتيا غواړي. نو کله چې د عطايي ملا په شعر څه وايو نو زړه به لويوو. د هنر په نړۍ کي د شعر درنښت بې جوړې او بې مثاله دى. خو که موسيقي ته گورو موسيقي له شعر نه جلاکيدونکى هنر دى. هغه اولس چې شعر ونه لري او موسيقې نه بې برخي وي په واقعيت کې د هغه اولس د انسانيت، ترحم اوعاطفي په نسبت د وحشت تله درنه وي. سهيک عطايي بابک چې تر کومه ځايه زه پيژنم په هغه کې احساس، عاطفه، شعر او موسيقي کوټلي ځاى لري يا دا چې هغه له دې توکو جوړ موجود

  • په وجود او روح ځواکمن سړی هم ولاړ

    په وجود او روح ځواکمن سړی هم ولاړ

    حوت 13, 1401 08:43

    پوهندوی آصف بهاند (د پوهاند احمدشاه زغم مړینه)

  • د پوهنتون استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم ومړ

    د پوهنتون استاد پوهاند دوکتور احمد شاه زغم ومړ

    حوت 13, 1401 08:12

    د کابل پوهنتون د پښتو ادبياتو استاد پوهاند احمد شاه زغم د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ.

  • پښتو؛ د اریایي یوه تر ټولو لرغونې ژبه | ژباړن: ضمیر ساپی

    پښتو؛ د اریایي یوه تر ټولو لرغونې ژبه | ژباړن: ضمیر ساپی

    حوت 10, 1401 11:52

    افغانستان د تاریخي او کلتوري لرغونتیا په درلودو سره د اوېستایي ژبو او کلتور په وده کې ارزښت‌من رول لوبولی او د دې تر څنګ دا هېواد د نړۍ د ادبیاتو تاریخ په غني کېدو کې مهم ګڼل کېږي.

  • د ننګرهار په دره نور کې د پارک جوړولو هوډ.‏

    د ننګرهار په دره نور کې د پارک جوړولو هوډ.‏

    حوت 08, 1401 11:16

    د کرنې وزارت د طبیعي زېرمو لوی رئیس د ننګرهار دره نور ولسوالي ته د سفر پر مهال ویلي، چې په دې ولسوالي کې ملي پارک جوړوي.

  • عزیزالله هدف پرون د ۹۰ کلونو په عمر ومړ

    عزیزالله هدف پرون د ۹۰ کلونو په عمر ومړ

    حوت 03, 1401 11:38

    د افغانستان د سینما او تیاتر مشهور لوبغاړی عزیزالله هدف پرون د ۹۰ کلونو په عمر د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې ومړ.