کلتور او هنر
-
پاکستان کې افغان خبریالانو ته د «پاک افغان ژورنالېستانو ټولنې» د کارتونو ورکړې بهیر پیل شو
حمل 16, 1402 11:39په پاکستان کې د پاک افغان ژورنالېستانو ټولنې له خوا د ځايي ټولنو په مرسته افغان خبریالانو ته د کارتونو ورکولو بهیر پیل شو؛ مسوولین وايي، د خبریالانو ځينې ستونزې به ورسره حل شي.
-
د هېواد ټول ژورنالیستان له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبتېږي
حمل 16, 1402 11:38د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اداري غونډه کې د ځینو نورو موضوعاتو ترڅنګ پرېکړه شوې، څو د هېواد ټول ژورنالیستان له دغه وزارت سره ثبت او کارټونه پرې ووېشل شي.
-
پروان کې د ارغوان ګل جشنواره ترسره شوه
حمل 14, 1402 11:30د پروان ولایت په ګلغونډۍ کې د ارغوان ګل یوولسمه جشنواره ترسره شوه چې سيمهییزو چارواکو په کې له شاعرانو او لیکوالانو وغوښتل، څو د خپلو شعرونو او لیکنو له لارې افغانان یووالي ته راوبولي.
-
لیور او ورینداره/ عبرتناکه کیسه
حمل 14, 1402 11:23په یو ښار کې دوه وروڼه اوسیدل څه موده وروسته مشر ورور له یوې ډیرې ښکلې نجلۍ سره واده وکړ چې د مور او پلار یوازینۍ لور وه، د وخت په تیریدو سره د نجلۍ مور او پلار وفات شول، د نجلۍ خاوند یو څو ورځې وروسته بل ښار ته د مزدورۍ لپاره اراده وکړه له ډیر فکر نه وروسته یی دا پریکړه وکړه چې خپله میرمن له ورور ( د نجلۍ لیور) سره پریږدي ځکه چې خسر او خواښي یې دواړه وفات شول او میرمنې یې نور خپلوان نه درلودل.
-
د عددي صفت متمم / اسدالله غضنفر
حمل 12, 1402 12:12صفت یا ستاینوم د اسم حالت بیانوي او عددي صفت هغه ستاینوم دی چې د اسم شمیره، اندازه یا ترتیب راښیي. مثلا (لس) د وسلې تعداد او اندازه را معلومه کړې ده. د صفت متمم هغه کلمه ده چې د صفت د معنا د بشپړولو لپاره له صفت سره راځي. که د پنځه کیلو غنمو په عبارت کې (کیلو) نه وي، معنا نیمګړې پاتیږي.
-
د پښتو ژبې وتلي لیکوال او محقق استاد اصف صمیم ته د سرو زرو مډال ورکړل شو
حمل 09, 1402 10:59د ننګرهار پنځون فکري بنسټ د يوې لويې غونډې په ترڅ کې د هېواد ستر لیکوال او محقق استاد محمد اصف صمیم ته د سرو زرو مډال ورکړ.
-
وروستۍ زلزلې غزني کې یو شمېر تاریخي ابدې زیانمنې کړې دي
حمل 09, 1402 10:57وروستۍ زلزلې غزني کې یو شمېر تاریخي ابدې زیانمنې کړې دي.
-
د عمرخیام څو څلوریځې/ د عبدالباري جهاني ژباړه
حمل 07, 1402 11:10رنگیني د زمانې دي د ژوندون له لاری باسی هی توبه له هغی لارې چی د عقل ورته شاسي د حیات هره شېبه دي د قسمت پر پاڼه لیک ده داسی ډېر یې ستا په شان کړل داسی ډېر به وروسته راسی
-
سیاسي پوستکی/ طنز/ توریالی ملیار
حمل 07, 1402 10:39کاندید: څه وکړم خلک رایه نه راکوي؟ مشاور: ولې؟ کاندید: دوی وايي خلک دې وژلي، جنګونه دې کړي، ابادۍ دې ورانې کړې، پاټکونه دې اچولي، ظلمونه دې کړي او….!
-
نارنج، نارج ګل او د نارنج ګل مشاعره
حمل 07, 1402 10:26د نارنج ونه یوه ډیره ښایسته او برکتی ونه ده. دغه ونه منځنی قد لری، یعنی لوړوالی یې له لسو مترو زیات نه وي. په ځوانو ښاخونو او نودو کې 5 – 8 سانتی مترو په اندازه اغزی لري، پاڼې شنې ښایسته او کلکې دي چې دبیخ خواته دوه غوږوالۍ ډوله جوړښتونه لري. د نارنچ ګل سپین ښایسته رنګ او په زړه پورې بوی لري. په یوه ونه کې دوجنسه ګلان وده کوي، نرینه ګل د ښځینه په پرتله کم وي.