ډير ژر به د احمدشاه بابا کور ترمیم شي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i5979-ډير_ژر_به_د_احمدشاه_بابا_کور_ترمیم_شي
طالبانو حکومت وايي چې په کندهار کې به د افغانستان د موسس احمدشاه بابا کور ترمیم کړي.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
عقرب 02, 1401 10:14 Asia/Kabul
  • ډير ژر به د احمدشاه بابا کور ترمیم شي

طالبانو حکومت وايي چې په کندهار کې به د افغانستان د موسس احمدشاه بابا کور ترمیم کړي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملاخیرالله خیرخواه د کندهار د سفر په لړ کې د احمدشا بابا کور لیدو ته لاړ او ویې ویل چې د دې کور د نړېدو د مخنیوي لپاره به د هغه د ترمیم کار پیل شي.

خیرخواه همداراز وویل چې د احمدشاه بابا د کور تر څنګ به یو شمېر نور تاریخي ځایونه هم ترمیم شي.

خیرخواه په دې اړه چې کله به د احمدشاه بابا د کور بیارغونه پیل شي، څه ونه ویل خو یادونه یې وکړه« د احمد شاه بابا کور د ترمیم لپاره د وزارت په کچه پلان موجود دی، تر څو د لوی احمد شاه بابا کور په ښه ډول ترميم او له تخريب څخه وژغورل شي.»