دلو 04, 1402 09:49 Asia/Kabul
  • خان عبدالغفار خان 'زړه نا زړه ملت پال' و

د پښتنو د حقونو دپاره د خدایي خدمتګار غورځنګ بنسټ اېښودونکي عبدالغفار خان اونۍ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې یو شمېر کتونکي د هغه مبارزه بې نتیجې او ځینې نور یې ګټوره بولي.

عبدالغفار خان چې په باچا خان مشهور دی، نږدې اته لسیزې د پښتنو د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي حقونو دپاره د عدم تشدد ولسي مبارزه کړې ده. کتونکي وايي، هغه غوښتل چې په پښتنو کې د تاوتریخوالي دود ختم شي او پښتانه پوهنې او پرمختګ ته وهڅول شي.

باچا خان د خپلې مبارزې پر مهال، د بریتانوي هند، او وروسته د پاکستان په زندانونو کې شاوخوا ۳۷ کاله قید تېر کړی. لیکوال او څېړونکی امجد شهزاد د هغه مبارزه اغېزمنه بولي.

هغه وايي: "د ولسي وېښتابه لپاره باچا خان جلسې جلسونه، ژورنالیزم، افغان مجله یې پېل کړه. کلي په کلي یې له شاعرانو او هنرمندانو څخه مرسته وغوښتله، او ازاد ښوونځي یې جوړ کړل. دغه ښوونځو د ولس په ويښتابه کې ستر رول ولوباوه."

نور شنونکي هم په دې باور دي چې د باچا خان مبارزې د پښتنو پر ژوند هراړخېزې اغېزې لرلي دي. د صوابۍ پوهنتون استاد ایلم خان وايي دغه اغیزې نن سبا هم محسوسې دي.

ایلم خان وايي: "په سیاست کې باچا خان په پښتنو کې د طبقاتي سیستم پر خلاف مبارزه وکړه. په خدايي خدمتګارانو کې یې دندې هغو عامو خلکو، هنرمندانو او کسبګرو ته ورکړې وې چې خلکو ورته په سپکه سترګه کتل. دغه ډول نوموړي د پښتنو لپاره شاوخوا ۱۳۰ ښوونځي جوړ کړي وو، کلي په کلي یې جرګې جوړې کړې وې، او د پښتنو د سیاسي ويښتابه لپاره یې کار کړی وو."

خو د باچا خان پر ولسي مبارزه نېوکه دا ده، چې نوموړي پښتانه د هند د انګلیسي واکمنو پر وړاندې له وسله والې مبارزې څخه راوګرځول. منتقدین اټکل کوي چې که باچا خان وسله واله مبارزه کړې وای، ښايي پښتانه به اوس په دومره ناورینونو کې نه وی ګیر. شنونکي بیا دغه نظر ردوي.