سنبله 29, 1402 13:24 Asia/Kabul
  • د بالیووډ ستوري ټایګر شیروف د نوي فلم 'ګناپت' د پوسټر خپرېدل

د بالیووډ وتلي ستوري ټایګر شیروف د نوي فلم 'ګناپت: اې هیرو از بورن' نوی پوسټر خپور شو.

په دغه فلم کې به د ټایګر شیروف ترڅنګ افسانوي لوبغاړي امیتاب بچن او کریتي سنان هم کار وکړ.

د "ګناپت: اې هیرو از بورن" سره، کریتي سنان او ټایګر شیروف له نهو کلونو وروسته یو ځای بیا په پرده راڅرګنيږي.

مینه وال په نوي فلم کې د اداکار لیدلو ته سترګې په لار دي او نوي پوسټر ښیي چې دوی به مایوسه نه شي.

دا فلم د روان کال د اکتوبر په 20 په پنځو ژبو هندي، تامل، تیلګو، ملیالم او کناډا کې نندارې ته وړاندې کیږي.