سنبله 28, 1402 12:27 Asia/Kabul
  • د شاهرخ خان د

د شاهرخ خان "ځوان" فلم د لیدونکو له تود هرکلي سره مخ شوی او په ټوله نړۍ کې له ۱۰۳ میلیونو ډالرو ډېر پلورل شوی.له "پټان" وروسته په روان کال کې دا د دغه نامتو اداکار دویم لوړ عاید لرونکی فلم دی. "پټان" له ۱۳۰ میلیونه ډالرو څخه ډير عاید درلود

په دې ورځو کې د "ګدر۲ " چې د سني ډیول په اداکارۍ جوړ شوی د ۸۲ میلیونه ډالرو په ګټلو سره دویم مقام لري."جوان فلم" د اټلي کمار په لاښوونه جوړ شوی و او شاهرخ خان پر یوه مهال د پلار او زوی په رول کې را څرګند شوی، د دغه فلم کیسه په هندي ټولنه کې د فساد د له منځه وړلو او عدالت غوښتني په اړه را څرخي.په روان کال کې به شاهرخ خان ډېر بوخت وي، ځکه د نوموړي د "ډونکي" په نوم د یو بل فلم د جوړولو چارې هم دوام لري او په راتلونکي کرېسمس کې به خپور شي.د دغه فلم لارښود راج کومار هېراني دی. راج کومار هېراني د "مونا بهایي" د سنجي دت په اداکارۍ، "پي کې" او "ټري اېډیټس" د عامر خان په ادارکارۍ او "سنجو" د رنبیر په اداکارۍ د مشهورو او ‌‌‌‌‌‌ډېر عاید لرونکو فلمونو د جوړولو له امله د هند په سینما کې ډېر شهرت او نوم لري.