سنبله 27, 1402 17:51 Asia/Kabul
  • کرینه کپور: د سیف د ایمان او عمر په اړه د خبرو کولو اړتیا نشته

د بالیووډ اداکاره کرینه کپور وايي، فکر نه کوم چې د هغې د خاوند سیف علي خان پر ایمان او عمر دې خبرې وشي.

له هندۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې د بالیووډ وتلې ستورې کرینه کپور ویلي، چې په واده کې عمر او باور مهم نه دی، موږ دواړه یو بل خوښوو، یو بل ته درناوی لرو او یو بل سره خوشاله یو.

 دا مهمه ده، چې پر عقایدو باید د عمر په اړه بحث ونه شي.

باید وویل شي چې اداکار سیف علي خان ۵۳ کلن او مېرمن یې کرینه کپور ۴۴ کلنه ده، دواړو ۱۰ کاله وړاندې واده کړی او د دوو زامنو مور او پلار دي.

ياده دې وي، چې له کرينا کپور وړاندې سيف علي خان له اداکارې امريتا سنګ سره واده کړی و، چې له دې سره يې په عمر کې ۱۳ کاله توپير درلود.

سيف علي خان مسلمان دی، په داسې حال کې چې  د هندو مذهب پر بنسټ نيوکې کوي.