ډیپیکا پاډوکون: له شاه رخ خان څخه مې په"جوان" فلم کې د اداکارۍ لپاره څه نه دي اخیستي
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i21287-ډیپیکا_پاډوکون_له_شاه_رخ_خان_څخه_مې_په_جوان_فلم_کې_د_اداکارۍ_لپاره_څه_نه_دي_اخیستي
پوښتنه داده چې د بالیووډ مشهورې اداکارې ډیپیکا پاډوکون د شاه رخ خان په بلاک بسټر فلم "جوان" کې څومره پیسې اخیستی دی؟
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 25, 1402 08:56 Asia/Kabul
  • ډیپیکا پاډوکون: له شاه رخ خان څخه مې په

پوښتنه داده چې د بالیووډ مشهورې اداکارې ډیپیکا پاډوکون د شاه رخ خان په بلاک بسټر فلم "جوان" کې څومره پیسې اخیستی دی؟

میګاسټار ډیپیکا پاډوکون چې د بالیووډ په یوه فلم کې د کار کولو لپاره په ملیونونو روپیو معاش اخلي، په یوه مرکه کې د سپر هټ فلم "جان" کې د کار کولو لپاره د اخیستل شوي معاوضې توضیحات په ډاګه کړل.

ډیپیکا پاډوکون ویلي، چې په "جوان" فلم کې د لنډ ځانګړي رول لوبولو لپاره یې له شاه رخ خان څخه هیڅ پیسې نه دي اخیستي، نوموړې وايي زما او شاه رخ خان ترمنځ د احترام او باور اړیکه ده.

ډیپیکا پاډوکون زیاته کړه چې موږ دواړه یو بل ته ډیره پاملرنه کوو او خلک وایي چې زه او شاه رخ خان د یو بل لپاره بختور یو ځکه چې زموږ نږدې ټول فلمونه هټ شوي دي.

ډیپیکا پاډوکون چې د خپل بالیووډ کیریر یې په ۲۰۱۷ کال کې د شاه رخ خان په مقابل کې د بلاک بسټر فلم "اوم شانتي اوم" سره پیل کړ، تر اوسه یې له شاه رخ خان سره ۵ سوپرهیټ فلمونه جوړ کړي دي.