سنبله 18, 1402 16:50 Asia/Kabul
  • شاه رخ خان ولې ټوله شپه ويښ و؟

د جوان فلم د مینه والو څارلو ته شاه رخ خان ټوله شپه ويښ و. د بالیووډ د پاچا شاه رخ خان نوی فلم 'جان' د نندارې لپاره په هند کې له سینما بهر د خلکو جشنونه وو او کتارونه د ټکټ اخېستو له پاه په تمه ولاړ وو.

هندي رسنۍ وايي، په ټول هېواد کې د شاه رخ خان فلم "جان" په هر هر ځای کې خپور شوی. سینماګانې له ګڼې ګوڼې ډکې دي او د درېدو  او پښو اېښودلو ځای هم نه لري.

خلک چمتو دي چې د فلم ټکټونو ترلاسه کولو لپاره خورا لوړې بیې ورکړي.

په سینماګانو کې لیدونکو د شاه رخ خان سره د جوان په سندرو نڅا کوله. شاه رخ خان د ټولنیزې شبکې په ویب پاڼه ایکس (ټویټر) کې له خپلو مینه والو مننه کړې او ویلي یې دي، "زه ټوله شپه ویښ یم چې د جوان فلم لپاره ستاسو مینه او لیوالتیا وګورم او له خپلو مینه والو مننه کوم."