سنبله 16, 1402 17:06 Asia/Kabul
  • د شاه رخ خان فلم 'جوان' تر خپرېدو وړاندې ۱۲۵ کروړه روپۍ ګټلې

د بالیووډ د پاچا شاه رخ خان د فلم "جوان" نندارې ته درې ورځې پاتې دي او فلم لا دمخه په باکس آفس کې نوي ریکارډونه جوړ کړي دي.

د هندي رسنیو د سرچینو په حواله، میګا تریلر 'جوان' یوازې په دریو ورځو کې له یو ملیون څخه ډیر ټکټونه پلورلي دي چې په دې سره یې د "پټان" او "غدر ۲" ریکارډونه مات کړي دي.

د باکس آفس د سرچینو په وینا، "جوان" له یو ملیون څخه ډېر ټکټونه په مخکینۍ بکینګ کې پلورلي او د خپرېدو دمخه یې د ۱۲۵ کروړه  څخه ډیر سوداګري کړې.

شاه رخ خان څلور کاله وروسته د بلاک بسټر "پتان" سره لویې پردې ته راستون شو. اوس له "جوان" سره يې طوفان جوړ کړی  دی. ​​پداسې حال کې چې د افسانوي راج کمار هیراني "ډنکي" لاهم پاتې دی.

د يادونې وړ ده چې په دغه فلم کې چې د سپټمبر په اوومه نېټه نندارې ته وړاندې کېږي، نينتارا، ديپيکا پاډوکون، سانيا ملهوترا، وجي سيتوپاتي او نور به هم په کې ولیدل شي.