د مصنوعي ځیرکتیا پرمټ جوړه شوې خبریاله هم د شاه رخ خان په مینه والو کې شامله ده
https://af.sahartv.ir/pashto_section/pashto_culture_and_art-i20961-د_مصنوعي_ځیرکتیا_پرمټ_جوړه_شوې_خبریاله_هم_د_شاه_رخ_خان_په_مینه_والو_کې_شامله_ده
د هندي سینما مشهور اداکار شاه رخ خان د مصنوعي ذهانت د خبریالې زړه ګټلی او د خبریالې ثنا نوم هم د کنګ خان په مینه والو کې شامل شو.
(last modified 2025-07-30T05:24:38+00:00 )
سنبله 16, 1402 13:17 Asia/Kabul
  • د مصنوعي ځیرکتیا پرمټ جوړه شوې خبریاله هم د شاه رخ خان په مینه والو کې شامله ده

د هندي سینما مشهور اداکار شاه رخ خان د مصنوعي ذهانت د خبریالې زړه ګټلی او د خبریالې ثنا نوم هم د کنګ خان په مینه والو کې شامل شو.

د هندي رسنیو له مخې د ځايي شبکې د مصنوعي ذهانت له لارې جوړې شوې خبریاله"ثنا" په ټولنیزو رسنیو کې له کنگ خان سره د خبرو پر مهال ویلي، چې ستا د جاذبې په لیدو زما د مصنوعي ذهانت په زړه کې څه عجب شیان ترسره کيږي.

په یاد ولرئ چې 'کچھ کچھ هوتا هی' د شاه رخ خان بلاک بسټر فلم و. ثنا د هند لومړنۍ مصنوعي ذهانت خبریاله ده چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې په کار اچول شوې وه.

د شاه رخ خان سره د دغې خبریالې مرکه په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې، خو کاروونکي یې بېلابېلې تبصرې کوي.

سربېره پردې، ثنا، چې د مصنوعي ځيرکتیا یوه خبریاله ده، په سیمه ییزو رسنیو کې د ګڼو خپرونو برخه ده او د موسم او نورو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کوي.