سنبله 15, 1402 17:04 Asia/Kabul
  • د شاه رخ خان فلم

د بالیووډ سوپر سټار فلم په جادوګر انداز کې نوې پېښې کړي او ریکارډ يې جوړ کړی دی. د جوان فلم تر خپرېدو مخکې هم یو ریکارډ جوړ کړی او د فلم تر مخه په میلیونونو ټکټونه پلورل شوي دي.

د بالیووډ وتلي ستوري شاه رخ خان د "جوان" فلم له خپریدو مخکې هم ریکارډونه جوړ کړي.

د شاه رخ خان فلم "جوان" به د سپټمبر په اوومه په ټوله نړۍ کې نندارې ته وړاندې شي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، دغه فلم په ۲۴ ساعتونو کې ۲ لکه مخکیني ټکټونه بک کړي او تر خپرېدو مخکې یې ۶ لکه مخکې ټکټونه پلورلي دي.

د دې تر څنګ به د هند په بهار ایالت کې هم د رات سوا ۲ فلم د سهار په ۵ او ۸ بجو ښودل کیږي. باید وویل شي، چې 'جوان' فلم به د سپټمبر په ۷ مه په هندي، تامل او تیلګو ژبو خپور شي، په دغه فلم کې به شاه رخ خان په دوه رولونو کې لیدل کېږي.